![]() | ||||
![]() تمرکز® |
![]() لوستل |
![]() ټولګی |
![]() پیښی |
![]() زموږ په باره کی |
|
«د عشق عبارت دی د یوه الکترومقناطیسی انرژی څخه چی د نړی ټول جز او کل سره موښلوی... »
دژوند د مخفی زاویو کتاب د حضرت شاه مقصود صادق عنقا :اثر |
مقناطیسی مرکزونه
دغه د انرژی مهم مرکز د انسان په وجود کی سته . د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب ® د اسلامی عرفان ښوونځی داسی ښوونه کوی چی د دی مرکزونو تر منځ هم آهنګی د هر فرد د سلامتی او روغتیا د پاره مهمه او بنسټیزه ده . دا مرکزونه په عرفان کی مقناطیسی خازن نومیږی. تر ټولو مهم خازن په زړه کی ځای لری او حضرت شاه مقصود اویسی پیر هغه (د عقده حیاتی ) بللی ده . پردی برسیره 12 نور مرکزونه عبارت دی له: د لمر خازن ، دری غوټه په زړه کی ، د تیموس غده ، د ستونی مرکزی ټکی ، د مغز دریم بطن ، دریمه سترگه (ددوو ورځو ترمنځ)، د مغز خاکستری لایه ، نزله ، بصل النخاع او د ملا د تیر اخیری هډوکی د مقناطیسی انرژی ټینگښت ډیر پر همدی عقده حیاتی باندی دی کوم چی په زړه کی ځای لری. تقریبا د عرفان په ټولو تعالیماتو کی پردی امر باندی ډیر ټینگار کیږی او ټول تمرینونه هم د زړه پدی ټکی کی سرته رسیږی. یو تر ټولو لومړی او چلینجی تعلیم د کومه سره چی زده کوونکی مخامخ کیږی همدا وخت دی چی دوی د لومړی ځل د پاره پدی پوهیږی چی څوک باید پر خپل حسی(نفسانی) سیسټم باندی تکیه ونکړی. په کلونو کلونو موږ دا زده کړی دی چی پر خپل حسی لاسته راوړونه باندی مو تکیه کوو اود هغه پر اساس باندی کار بار کوو..او چلنج خو هغه وخت رامنځته کیږی چی عرفان دا حسی لاسته راوړنی نه منی او موږ زموږ د چوکاټ په مقابل کی تحریک ته رابلی. دا پدی دلیل دی چی د عرفان د پخوانی پوهی پر بنسټ د مقناطیسی خازنونو مرکزونه باید زموږد لاسته راوړونو چینه وی او نه یواځی زموږ حسی سیسټم . حضرت پیر تشریح ورکوی: حواس ډیر وهغه څه ته چی دباندی دی او و سطحی ته متوجه دی . ستاسی حواس بیله دی چی پر خپل د انرژی پر چینه باندی تکیه وکړی بله لاره نه لری . خازنونه انرژی تر لاسه کوی او هغوی هر څه همهغه مرکزته ارتباط ورکوی. ستاسی مرکزیت او هدایت د همدی الکترومقناطیسی سیسټم دلاری سرته رسیږی..
تمرین |