![]() | ||||
![]() تمرکز® |
![]() لوستل |
![]() ټولګی |
![]() پیښی |
![]() زموږ په باره کی |
![]() «آدم د مطلق وجود جمال او د نومونو حقیقت او د حق صفات دی. .»
حضرت میرقطبالدین محمد عنقا |
علم او عرفاند حضرت صلاح الدین علی نادر عنقا پیر اویسی اثرنشر کوونکی: داویسی شاه مقصودی مکتب طریقت که آرامتیا او ثبات په کا یناتوکی بی ابتدا او انتها وی او د بی طرفی څخه و بی طرفی ته امکان ولری ، نو دا آرامتیا او ثبات د کوچنی واحد څخه چی اټم دی بیا تر بشری ټولنی پوری باید هم ولیدل سی، ځکه چی دا د هغه عالم کوچنی واحد دی. په عرفانی ښوونو کی ، انسان د وجود د عالم په عکس تعبیر سوی دی ـ د کبیر عالم څخه بیا تر صغیره عالمه پوری ـ د مادی صورت څخه ، د مقناطیسی او ماوراالطبیعه څخه بیا تر تورو سوریانو پوری، که وکولای سو چی دا د کایناتو تصویر مدنظر ونیسو . هر څه چی پدی عالم کی سته په انسان کی هم سته. ۱۴۰۰ کاله د مخه حضرت امیر المومنین علی علیه السلام داسی فرمایلی دی: آیا ګمان کوی چی ته یو کوچنی جرم یۍ؟ حال داچی عالم کبیر په تا کی سته دی. ته د هستی هغه ښکاره کتاب یۍ چی وجود په هغه باندی ګویا دی. عرفان په اصل کی یوه لاره ،رویښ او نظام دی کوم ته چی د خپل وجود دسیر علم د پټو قواوو او استعدادونو غوړول او د وجودی واقعیت کشف د هر فرد په بسیط او لایتناهی بطن کی وده ته ورزده کوی. |