ددی نظام ریښی د عرفان په تعلیماتو کی دی او د 14 پیړیو راپدی خواه تمرین اوعملی کیږی. تمرکز پر پنځو عمدوو بناوو ولاړ دی: آرامتیا بخښنه او د ذهن خپلواکی ، د جسم ژوره آرامتیا، تنفس او راټولول (تجمع).
هر څوک ، نارینه او یا ښځینه ، کولای سی چی پر سن کی وی بیله د هغه د جسمی شرایطو په نظر کی نیولوسره ددی تمرینو نو څخه گټه واخلی.
تمرکز ، د یوه فرد د طبعیی د اړتیا سلامتی جواب د جسمانی او ذهنی ستړیا په مقابل کی دی. دا تمرین چی د ناخالصیو د پاکولو سر ه چی د فردی پرمختگ او پراخوالی سبب دی مرسته کوی. او په آخیر کی د خپل ځان پیژندنی او آگاهی په لاره کی ځواب دی.
د تمر کز تمرین د توازن د حالت، د آرامتیا او ټینگښت، ددرک د پراخوالی او دعشق او ایمان د ودی بنسټ دی
د تمرکز سرته رسول یواځی د تمرینو په منظم ډول په اجرأ سره امکان لری. د تمر کز د اوصولو او فن په باره کی د معلومات د پاره د عملی تمرین وبرخی ته مراجعه وکړی.
د «خلوت په عرفان کی » په پروگرام کی په گډون کولو سره کولای سی چی تمرکز تجربه کړی.
« عشق ، ټوله هستی دده ده او یا دی په خپله ټوله هستی ده.»
د ژوند د مخفی زاویو کتاب
حضرت شاه مقصود صادق عنقا د جنین څخه تر جنان د کتابه څخه په نقل سره کوم چی د حضرت میر قطب الدین محمد عنقا اثر دی
![]() | ||||||
|
|
||||||
![]() | ||||||
تمرکز څه دی |
||||||